د افغانستان بانک په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد بانک سرپرست نوراحمد آغا، د مراکش هېواد پلازمېنې رباط د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ د ۲۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د اسلامي مالي خدماتو د بورډ له مشر، «غیاث شبسیغ» سره د افغانستان د بانکي سکټور د شریعت پر بنسټ د لا ښه مدیریت، ظرفيت لوړونې او ښوونيزو پروګرامونو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

د سرچينې په خبره د اسلامي مالي خدمتونو بورډ په ياده غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په اساس د اسلامي بانکوالۍ د اړوندو معایرو په ښه تطبیق، اسلامي بانکي او غیر بانکي سکتورونو کې د ثبات او ښه مدیریت په پیاوړي کېدو، مالي شمولیت، ظرفیت لوړونې، د ډيجیټلایزیشن او د مالي تکنالوژۍ یا فېنټیک څخه پر موثرې استفادې او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په وړاندې پر شته ګواښونو، پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ درویشتمه کلنۍ غونډه د روان کال د جولای له لومړۍ تر درېیمې د اسلامي هېوادونو د ۳۴ مرکزي بانکونو د استازو په ګډون، د مراکش پلازمېنه رباط کې جوړه شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version