د افغانستان بانک سرپرست رئیس نور احمد آغا په مشرۍ پلاوي د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی.
یاد بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ښاغلي نور احمد آغا په دې کنفرانس کې وینا کړې، چې په کې یې د افغانستان د مالي سکتور د امنیتي تدابیرو، د معلوماتي سیستمونو د ساتنې او د سایبري خطرونو د مدیریت پر موضوعاتو خبرې کړي.
د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ټینګار کړی چې د افغانستان بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړیوال معیارونه تعقیبوي او هڅه کوي چې د عصري ټکنالوژیو په کارولو سره، د هېواد د مالي سکتور خوندیتوب نور هم پیاوړی کړي.
یاد پلاوي دغهراز د ایران مرکزي بانک له رئیس او د نورو هېوادونو د مالي بنسټونو له استازو سره د همکاریو پر پراخولو، د سایبري امنیت پر نويو ټکنالوژیو او د بانکوالۍ ډیجیټلي حللارو په اړه بحثونه کړي دي.