د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والتز، ویلي چې د اوکراین له خوا په واشنګټن نیوکې د منلو وړ نه دي او له زیلینسکي څخه یې غوښتي چې، خپله ژبه نرمه کړي.
نوموړي ورته مهال له زیلینسکي غوښتي چې، له امریکا سره د منرالونو تړون لاسلیک کړي؛ زیلینسکي څو ورځې مخکې دغه وړاندیز رد کړی و او ویلي و چې دا ګام اوکراین ته اړین امنیتي تضمینونه نه برابروي.
خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې د منرالونو تړون به د پوځي مرستو په پرتله نه یوازې په اوکراین کې د امریکا د زیاتې پانګونې لامل شي، بلکې دغه هېواد ته به «تر ټولو غوره امنیتي تضمین» هم وړاندې کړي.