د افغانستان بانک وايي، په کابل کې یې ۸۸۹ مېلیونه زاړه بانکنوټونه سوځولي دي. له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ (۸۸۹،۹۲۰،۰۰۰) اته سوه او نهه اتیا مېلیونه، نهه سوه او شل زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د افغانۍ ټولې انواعیې پکې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.
په خبرپاڼه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ملا محمد اخوند له قوله ویل شوي، چې خلک له افغاني بانکنوټونو سره سم چلند نه کوي، چې له امله یې هر کال مېلیاردونه افغانۍ سوځول کېږي.:« خلک باید د سوداگریزو او اقتصادي راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، تر څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.»
د یادونې وړ ده، چې راټول شوي له کاره لوېدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو امریتونو د استازو په شتون کې د گمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانگړو کُرو ته انتقال او وسوځول شول.
د افغانستان بانک هر کال مېلیادرونه افغانۍ د کابل په گډون د هېواد په گڼو ولایتونو کې سوځوي. په هېواد کې د بانکي خدماتو د محدودیت، د خلکو له لوري د پیسو ساتلو نه پاملرنه، په بټو کې د پیسو نه ساتل هغه لاملونه دي، چې افغاني بانکنونه ژر زړېږي او له کاره غورځېږي.