د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي، د ارغندي سب سټېشن پراختیا، د بت خاک – ننګرهار شیخ مصري ۲۲۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي غځولو او د شیخ مصري سب سټېشن جوړولو په اړه د افغانستان برښنا شرکت استازو او د ازبکستان تخنیکي پلاوي ترمنځ درې ورځنۍ تخنیکي ناسته ترسره شوه.
برښنا شرکت زياتوي چې په دې ناسته کې دواړو خواو د یادو پروژو تخنیکي مسایلو په اړه بحث وکړ او د پروژې اړوند پوښتنې يې له یوبل سره شریکې کړې.
برښنا شرکت همدا راز وايي چې د ازبکستان تخنیکي پلاوي د سیمو د زیاتې ارزونې په موخه د ارغندي، بت خاک او شیخ مصري سب سټېشنونو ته سفر وکړ او يادې سيمې یې له نږدې وکتلې.
او په وينا یې ټاکل شوې د پروژو طرحه او تخنیکي معلومات په راتلونکو ورځو کې له ازبکستان لوري سره شریک او له ارزونې وروسته یې د تړون په اړه بحث او خبرې وشي.
برښنا شرکت زياته کړې چې د افغانستان او ازبکستان هېواد ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د یاد هېواد انرژۍ وزارت د برښنا طرحو او پروژو پلي کولو په برخه کې د افغانستان برښنا شرکت سره همکاري کوي.