خدای تعالی بار بار په اسماني وعیدونو کې شر او فساد غندلی، په وروستني اسماني کتاب (قران کریم) کې په ځلونو په همدې خبرې تاکید شوی چې (لاتفسدوا فی الارض) په ځمکه کې فساد مه کوﺉ.
فساد د جګړو او اورونو د بلولو لامل کېږي، فساد د بې عدالتیو او بې نظمیو څخه پرته بل ارمغان نه لري او تر ټولو لوی ضرر یې چې ټولنې ته متوجې ده هغه دا چې نظامونه له منځه وړي؛ فساد او نظام یو د بل ضد دي.
د شر او فساد ډلې د ګډوډیو، بې عدالتیو او بې نظامیو عاملین دي؛ د دوی ګټه په همدې کې ده چې اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي.
په تېرو پنځو لسیزو کې دوی همدا کار کړی، دلته یې نظامونه مات کړي ترڅو پاټکونه واچوي او له ملت څرمن وباسي؛ نظامونه مات کړي معدونونه چور کړي، نظامونه ختم کړي چې بهرني هیوادونه دلته بې تعرفې او بې ګمرکه او بې محصوله مال راوړي او دوی په کې سهم ولري.
نظامونه ددې لپاره ختموي چې دوی خلاصې تڼۍ وګرځي، نه د چا د وینو بدل ترې واخیستل شي او نه هم د چا د بې عزتۍ بدل ترې واخیستل او نه هم د چا خوړلی مال بیرته ترې را وګرځول شي.
د شر او د فساد د محلي قوماندانانو سوانحو ته که مراجعه وشي نو اسلامي محکمه څه چې کفري محکمه کې هم دوی د بښلو وړ نه دي.
ولس بیداره دی، خو ولس بې وسه دی، هیله ده چې امنیتي او کشفي ادارې همداسې ویښ وي او ولس دې دومره وکړي چې خپل د نظام ادارې دې یوازې نه پرېږدي، ترڅو په ګډه د شر او فساد ریښې او تخمونه به منځه یووړل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.