د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د دوبۍ د سوداګرۍ په نړیوال مرکز کې د اوبو، انرژۍ، ټکنالوژۍ او چاپېریال ساتنې له نړیوال نندارتون (WETEX) څخه لیدنه کړې او د برېښنا سکټور د یو شمېر معتبرو نړیوالو شرکتونو له استازو سره یې د تخنیکي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي همکار د برېښنا د تولید، لېږد او وېش په برخو کې د پرمختللو تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژۍ کارول د افغانستان برېښنا شرکت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللي او له نړیوالو شرکتونو سره یې د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د تخصصي تجربو او علمي پوهې پر لېږد، د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې او د افغانستان د برېښنا سکټور لپاره د پانګونې پر راجلبولو ټینګار کړی.
د افغانستان برېښنا شرکت له یاد نندارتون څخه د ښاغلي همکار لیدنه له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د فرصتونو پېژندلو او د افغانستان د برېښنا سکټور د پانګونې وړتیاوو د معرفي کولو لپاره مهم فرصت بللی، چې د انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا، د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو او هېوادوالو ته د ډاډمنو او معیاري برېښنايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې اغېزناک رول لرلای شي.


