د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې وضعیت له فرضي کرښې هاخوا یوې نوې او پیچلې مرحلې ته داخل شوی دی. هغه څه چې په پیل کې یوازې پر کرښه پرتو سیمو کې د سپکو او درنو وسلو نښته وه، اوس د افغان حکومت د پرمختللي دفاعي غبرګون له امله په یو داسې پړاو بدل شوي چې د مقابل لوري د جګړې محاسبې یې په بشپړ ډول ګډې وډې کړې دي. دې بدلون وښودل چې پاکستاني پوځیان په هیڅ ځای کې د افغان ځواکونو له بریدونو خوندي نه دي.

د افغان حکومت له لوري په پاکستان کې دننه د ډرون الوتکو بریدونه د دې جګړې په تاریخ کې یو بې ساری او بریالی بدلون و. دغو دقیقو عملیاتو وښودله چې افغان ځواکونه نه یوازې د هېواد د ارضي تمامیت د ساتنې وړتیا لري، بلکې کولای شي د دښمن په زړه کې مهم نظامي اهداف په نښه کړي. دا انتقامي عملیات د هغو افغانانو له خوا په بې ساري ډول وستایل شول او ویاړ یې پرې وکړ، چې له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د جمهوریت د نامشروع رژیم په حاکمیت کې د ګاونډي هېواد د نامشروع مداخلو ننداره کوله.

د فزیکي جګړې ترڅنګ، د ډرون او سایبري بریدونو پیلېدو هم دا ثابته کړه چې افغان حکومت اوس په ماډرنو وسلو او عصري وسایلو سمبال دی. د پاکستان پر حساسو ډیجیټلي ادرسونو سایبري بریدونو وښودله چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د جګړې ډګر به یوازې تر فزیکي جګړې محدود پاتې نه شي. دا د افغانستان د تخنیکي ځواک یو بل بریالی ګام و چې د مقابل لوري مطبوعاتي جنګ یې له جدي ننګونو سره مخ کړ.

وروستي بریالي انتقامي عملیات د افغانانو د عالي مورال او د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه د دفاع د کلکې ارادې څرګندونه کوي. ټول افغانان د خپلو هغو زړورو ځواکونو ستاینه کوي چې د ډرون او سایبري ټیکنالوژۍ په واسطه یې تېري کوونکو ته د هغوی په ژبه ځواب ورکړ. دا عملیات یوازې یو غبرګون نه، بلکې د هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره یو مشروع او اړین ګام و چې د افغانانو له ملاتړ سره مخ شو.

د پاکستاني پوځ شریره کړۍ باید پوه شي چې د افغانانو حوصله باید نوره ونه ازمویي. که چیرې بیا هم د تېري، لاسوهنې او نورو لارو د بریدونو هڅه کېږي، نو د افغان حکومت ځواب به تر دې ډېر متفاوت، سخت او له تصور پورته وي. افغانستان ثابته کړې چې د وخت په تېرېدو سره یې د ځواب ورکولو تاکتیکونه بدلېږي او که جګړه پراخه شي، نو کنټرول به یې د پاکستان له لاسه په بشپړ ډول وځي.

که چیرې وضعیت همداسې د نورې جګړې په لور روان وي، افغان حکومت به مجبور شي چې له نورو داسې انتخابونو او وسیلو کار واخلي چې تر اوسه یې نه دي کارولي. دا به د پاکستان لپاره د یوې سترې ماتې او د نه جبرانېدونکي زیان پیل وي. د سولې او ثبات لاره یوازې په متقابل احترام کې ده، که نه نو افغان ځواکونه چمتو دي چې د دښمن هر حرکت په نطفه کې خنثی او هغوی ته د عبرت درس ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version