‏د هند دفاع وزیر راجنات سینګ په تازه څرګندونو کې د پاکستان پوځي رژیم ته خبرداری ورکړی، چې که له خپل ناسم چلند څخه لاس وانه‌خلي، نو هند به داسې ځواکمن ځواب ورکړي چې نړۍ به یې یاد ساتي.

راجنات سینګ د پاکستان پر وړاندې ترسره شویو سندور عملیاتو په اړه ویلي، چې یاد عملیات پای‌ته نه دي رسېدلي «دا ځل به پاکستاني رژیم ته هېڅ بخښنه نه وي».

هغه ټینګار کړی، چې نوی ډیلی د خپل ملي امنیت او حاکمیت د ساتنې په موخه بشپړ چمتووالی لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version