Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان د اوسنۍ ډيپلوماتیکي بریا او لاسته راوړنو راز په څه کې دی؟
    لیکني

    د افغانستان د اوسنۍ ډيپلوماتیکي بریا او لاسته راوړنو راز په څه کې دی؟

    صابر افغانصابر افغان24 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:

    رویټرز خبري اژانس ويلي، چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د نورو برخو ترڅنګ په ډيپلوماتیکه برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

    د سرچینې په خبره، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تر اوسه د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په خبره یې دوی تر اوسه په دې توانېدلي چې په بهر کې نږدې ۴۰ سفارتونو او نورو ډيپلوماتيکي استازولی ته خپل کسان ولېږي.

    د رویټرز په وینا، په ډېرو هېوادونو کې د طالبانو له ډيپلوماتیکو استازو سره هماغه ډول پروتوکول کېږي، لکه څه ډول چې د نورو په رسمیت پېژندل شویو هېوادونو له استازو سره کېږي چې ښه بېلګه یې په چین او متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له ډيپلوماتانو سره د کوربه هېوادونو تشریفات او پروتوکولونه دي.

    رویټرز همدا راز زیاته کړې چې د طالبانو استازولیو په ډيپلوماتانو په ډېره لنډه موده کې په کوربه هېوادونو کې د طالبانو د حکومت په اړه پر عامه ذهنیتونو د پام وړ اغېز لرلی دی چې او په ډېرو هېوادونو کې د دوی نوم له تورو او ممنوعه لېستونو ایستلی دی.

    تبصره:

    درې کاله وړاندې په افغانستان کې واک ته د نوي حکومت له رسېدو سره سم، اټکلونه دا وو چې دغه حکومت به یوازې په هغه صورت کې په رسمیت پېژندل کېږي او یا به په بهر کې دوی ته سفارتونه او ډيپلوماتيکي استازولۍ سپارل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې او په ټوله کې د غرب له خوا تپل شوي ارزښتونه، غوښتنې او فرمایشونه ومني.

    خو طالبانو له هماغه لومړۍ ورځې راهیسې پر خپل دریځ ټینګار ته دوام ورکړی، په افغانستان کې یې د اسلامي حکومت پر دوام، د اسلامي ارزښتونو او قوانینو پر پلي کېدو او ترڅنګ یې د خپل هېواد او خلکو ګټو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی او په دې برخه یې شته نړیوالو فشارونو ته غاړه نه ده اېښې؛ د دې ترڅنګ یې په بهر کې د خپلو استازولیو او سفارتونو د ترلاسه کولو هڅې هم روانې ساتلې دي، چې په دې برخه کې یې دا هڅې ډېر لاسته راوړنې هم لري.

    په پیل کې اوسني حکومت وکولی شوی چې لومړی په ګاونډیو او بیا د سیمې او وروسته په اروپايي او نورو لېرې هېوادونو کې خپل هغه سفارتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي او خپل استازي ور وپېژني چې تر دې وړاندې د تېرې جمهوري ادارې افرادو او کسانو ترې لنګه غوا جوړه کړې وه او د خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې به یې په بهر کې له مېشتو افغانانو او بهرنیو اتباعو غیرقانوني پیسې اخیستې.

    دې چارې له یوې خوا د افغانستان او افغانانو نوم او حیثیت ته لوی زیان پېښ کړی وو، له بلې خوا یې د رشوت، ناقانونیو، غلاوو او بډو اخیستو ته لاره هواره کړې وه، هلته مېشت افغانان او بهرني اتباع یې د افغانستان اړوند اسنادو او مدارکو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي وو.تر ټولو ستره فاجعه خو دا وه چې هلته د تېرې جمهوري ادارې استازو عملاً د سفارت توکي لکه موټرونه، قالینې او ان میزونه او څوکۍ لیلام ته وړاندې کړي وو.

    نوی حکومت اوس په پوره تدبیر او احتیاط سره هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان ټولو استازولیو، سفارتونو او ډيپلوماتیکو ادارو ته خپل وړ او مسووله کسان ولېږي، ترڅو هلته د روان تجارت مخه ونیول شي، د افغانستان لیلام کړل شوی حیثیت بېرته راوګرځوي، ټولو افغانانو او بهرنیو اتباعو ته له قانوني لارو خدمات وړاندې کړي او هلته د افغانستان او افغانانو ښه استازولي وکړی شي.

    په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان سفارتونو او ډيپلوماتیکو استازولیو ترلاسه کول له کوربه هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي، سیاسي، ډيپلوماتیکو او فرهنګي اړیکو د رغولو او پیاوړي کولو په برخه کې هم رغنده رول لري چې له نېکه مرغه اوسنیو هڅو ته په کتو دا اهمیت ښه درک کړل شوی او تمه شته چې په لنډه موده کې به دا ستونزه حل شي.

    له بلې خوا که په یادو سفارتونو کې په لنډه موده کې د اوسني حکومت د استازو فعاله ګډون او فعالې ډيپلوماسۍ او لاسته راوړنو ته هم وکتل شي، ټولې هغه ګونګوسې او تبلیغات یې بې ګټې او بې ځایه ثابت کړل چې ویل کېدل به افغانان په ډيپلوماسۍ ښه نه پوهېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏د پنجشير څه کم ۳ زره قيراطه زمرد د ۷۴ زره ۳۵۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شول
    راتلونکي مقاله ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.