د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُردوف په بلنه یاد هېواد ته روان شو.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه سفر کې به پر گڼو دوه اړخیزو مسئایلو خبرې اترې وشي.په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ښاغلي متقي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت ترڅنگ د کانونو او پټرولیم، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین هم دي.د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر داسې مهال ترکمنستان ته سفر کوي، چې پرون د بېلابېلو ادارو یو گډ پلاوی ایران ته رسېدلی دی، چې هلته به هم په گڼو مسئایلو له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version