د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د روان کال له پیله تر اوسه د ۱۲ زرو ډېرو موټرو تخنیکي وضعیت کنټرول شوی دی.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تخنیکي خوندیتوب ریاست له لوري د مسافرو د خوندیتوب او ترانسپورتي موټرو د معیاري کولو په موخه د کابل ښار په ترمینلونو کې ۱۲زره ۶۷۵ موټرونو تخنیکي وضعیت کنټرول شوی دی.د خبرپاڼې له مخې، همدا ډول د یو زر او ۲۶۵ موټرو ترانسپورتي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی دی.په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي وضعیت بهیر روان دی او کوم موټر چې په ترانسپورتي معیارونو برابر نه وي، ترانسپورتي فعالیت یې ځنډول کېږي.افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې هر کال پکې زرگونه ترافیکي پېښې کېږي، چې په دغو پېښو کې زرگونه تنو ته مرگ‌ژوبله هم اوړي.تېره اوونۍ د ترانسپورت وزارت ویلي وو، په روان کال کې ۱۶۰۰ تنه د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.په هېواد کې د لویو لارو خرابوالي، د موټر چلوونکو له لوري بې‌احتیاطي، د نشه‌يي توکو کارول او گڼ نور لاملونه د گڼو ترافیکي پېښو لامل گرځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version