د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر تللی.

د معلوماتو له مخې افغان پلاوی به په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. د خبرو اترو اصلي تمرکز به د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د دواړو خواوو د لېوالتيا پر وړ نورو موضوعاتو خبرې وي.

متحده عربي اماراتو ته د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پام وړ ښه شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version