د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې ټاکل شوې نن ورځ به د افغانستان د صادراتي توکو اته محمولې د تورغونډۍ بندر او لاجورد مسیر له لارې ترکیې ته ولېږدول شي.

سرچینې ويلي، په دغو محمولو کې وچه مېوه، مربا، د خوړو پخولو دېګونه او نوشابې شاملې دي.

د ياد وزارت په وینا دا توکي به له ترکیې وروسته سعودي عربستان، امریکا، اسټرالیا او هند هېوادونو ته واستول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version