بلومبرګ راپور ورکړی، چې سوېس هېواد خپل هوايي حریم د هغو امریکايي پوځي الوتنو پر مخ تړلی چې د ایران پر ضد جګړې سره یې تړاو درلود.
د سوېس حکومت ویلي چې د خپلې بېطرفۍ د قانون له مخې یې د امریکا له ۵ غوښتنو څخه ۲ رد کړي او ۳ یې منلي.
د سوېس حکومت په وینا، د جګړې لپاره د سوېس هوايي حریم کارول منع دي، خو بشري مرستې، د ټپیانو لېږد او غیرپوځي ماموریتونو ته یې اجازه ورکړې ده.
