د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې، د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا هېوادونو ته د روسیې د ګازو د ټرانزېټ په اړه وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره لازم شرایط برابر شوي. دیاد وزارت د ویاند په خبره، روسیې ته د دغه وزارت د چارواکو د سفر پر مهال د افغانستان له لارې د روسیې د ګازو د ټرانزېټ مسئله مطرح شوې او د روسي لوري له خوا یې هرکلی شوی دی. ټاکل شوې یاد تړون د ۲۰۲۵ کال په کازان غونډه کې وروستی شي.
د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره افغانستان کولی شي د پام وړ عواید ترلاسه کړي. همداراز دا پروژه به د افغانستان د بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د پانګونې د جلب له لارې د افغانستان د اقتصادي حالت په ښه کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز د ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د ترانزیت په برخه کې د تړونونه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغو هېوادونو همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.