«لانسټ» معتبرې روغتیایي اونیزې، د یوې څېړنې په پایله کې ویلي چې، د غزې په جګړه کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ښايي تر هغو رسمي شمېرو لوړ وي چې د حماس د چارواکو له‌خوا اعلان شوي. د دغې څېړنې له مخې د غزې د جګړې په لومړیو ۹ میاشتو کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر د رسمي اعلان شویو شمېرو په پرتله ۴۱ سلنه لوړ دی.

دا څېړنه د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو، د انلاین نظرپوښتنو او د شهیدانو د خپلوانو او د مړینې د اعلاناتو څخه په‌کار اخېستنې ترسره شوې. اټکل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ نیټې پورې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۶۴ زره او ۲۶۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي وي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې په اوومه د حماس له‌خوا پر اسرائیلو له‌ برید وروسته پیل شوې له هغې وروسته غزه په پرله‌پسې ډول د صهیونیستي رژیم له هوایي او ځمکنیو بریدونو سره مخامخ ده چې د مرګ‌ژوبلې وروستی شمېره او په دې برخه کې اټکلونه یو له بل سره لوی توپیر لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version