د پرځېدلي جمهوریت د کابینې مرموزې څېرې او د مخالفینو د نوي ائتلاف غړي حنیف اتمر په بهر کې له یوې ټلوېزیوني شبکې سره د افغانستان د بیا اشغال د سناریو په اړه مرموزې او هيښوونکې څرګندونې کړې دي. نوموړی ظاهراً داسې ښيي چې ګواکې په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي پلوی دی او د دغه کار لپاره د مخالفینو له هغه ائتلاف سره یو ځای شوی او پکې کلیدي کس دی، چې ادعا لري په افغانستان کې د خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي له لارې واک ته د بیا رسېدو په تکل کې دي، خو په ورته وخت کې یې خبرداری هم ورکړی چې که د سیاسي حل او خبرو اترو له لارې موخې ته و نه رسېږي، نو ښايي یوه بله سخته سناریو پیل شي، چې په خبره یې دی نه غواړي هغه سناریو د ده له خولې ووځي.
نوموړی د خبرو په دوام، په افغانستان کې د امریکا سیاسي، نرم او آن نظامي حضور ته هم لېوال ښکاري او داسې څرګندوي چې په مرموزه او تېر ایستونکې توګه یې کوم بل ماموریت ته مټې را بډ وهلې دي. د نوموړي کارونو، سابقې او لوبو ته په کتو، هغه یوه مرموزه، استخباراتي او په ورته مهال کې بې ثباته څېره ده.
اتمر په افغانستان کې د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال د هغوی او د هغوی د لاسپوڅو رژیمونو سرسخته پلوی او فعال غړی و، بیا یې د کورنیو جګړو پر مهال له هغو مؤسساتو سره دنده کوله، چې په مستقيم او غیر مستقيم ډول یې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر اور تېل شیندل. د پرځېدلي جمهوریت په لومړیو کې د پوهنې وزیر و، چې هلته یې د کمونیستي رژیم خلاف ټول محتویات له نصاب څخه وایستل.
کله چې د اشرف غني په اداره کې د امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر و، هغه مهال یې هم بېلابېلې مرموزې او ویجاړوونکې اجنډاوې پر مخ وړلې. اوس چې په بهر کې دی او ویې لیدل چې هغه ډلې ټپلې ټولې ناکامې او ناتوانې دي چې د جګړې د پیل لپاره یې ښکاره چیغې وهلې، اوس یې نو یو بل نوی او مرموز ماموریت پیل کړی دی؛ د خبرو له اندازه یې ښکاري چې ځینې استخباراتي کړۍ او ښايي شریر هېوادونه یې ترڅنګ ولاړ وي. هغه خپلو پخوانیو رقیبانو او د شمالي ټلوالې ځینو بدنامو او جګړه خوښو څېرو ته هم قناعت ورکړی چې د نوي ائتلاف برخه شي، خو ځینې بیا ترې په نیمه لاره کې پښېمانه او پرې بدګومانه شول.
اتمر په دغه ډول مرموزو او مکارو سیاستونو او منډو ترړو سره هڅه کوي، چې د افغانستان خلکو ته په شاتو کې زهر ورکړي، شته امنیت او ثبات یې په ډېر مکر او فرېب سره له منځه یوسي، اوسنی پیاوړی نظام ورته کمزوری او په یوې طریقې سره د خپل ځان په څېر نورو بدنامو او مرموزو څېرو ته د افغانستان د چارو واګې بیا په لاس کې ورکړي او هېواد په سختې نه، بلکې نرمې لارې جګړې، خپل منځي اختلافاتو او آن د کورنیو جګړو میدان ته ټېل وهي، خو اتمر باید په دې وپوهېږي چې د افغانستان ولس حافظه لري او د ده ټول مکار سیاستونه ښه ورته معلوم دي.
اتمر او ترڅنګ یې د افغانستان د سیاست تورې او بدنامې ولاړې څېرې به هېڅکله د فرېب، نیرنګ او مکر د سیاست له لارې خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، دوی کېدای شي ځانونه تر دې نور هم نرم کړي او هر څه عادي وښيي، خو د افغانستان خلک هېڅکله بیا پر دغو تورو او بدنامو څېرو باور نه کوي، دوی یې په ټولو مکرونو او فرېبونو پوهېږي او د نورو ډلو، ټپلو، ټلوالو او ائتلافونو په څېر به د مکر او فرېب پر ستنو ولاړ وروستی ائتلاف هم ړنګېږي او ارمانونه به یې له ځان سره خاورو ته وړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
