د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان پوځي رژيم له ۴۸ ساعته وروسته غځېدلی اوربند مات کړ.
خلیلزاد د پاکستاني پوځي رژيم له لوري په پکتیکا د تېرې شپې برید او پکې د ملکیانو او کرکټ لوبغاړو شهیدانول غندلي او ویلي یې دي، چې پاکستان ته ولې دا د منلو وړ نه ده، چې د لسیزو جګړو وروسته یې ګاونډی په سوله کې عادي ژوند وکړي؟.
هغه د پوښتنې په ډول زياته کړې، چې آیا پاکستان یو رښتینی ګاونډی دی؟ که وي نو پر افغانستان دې بریدونه ودروي.
ياده دې وي، چې پاکستاني پوځي رژيم بېګاه شپه د پکتيکا پر ارګون او برمل ولسواليو هوايي بريدونه وکړل چې ملکي وګړي پکې شهيدان او ټپيان شول.