
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په یوه ټويټ کې د پاکستان غونډې ته تلونکو د افغان حکومت مخالفینو او سياسيونو ته پيغام ورکړی، چې يادې غونډې ته له تګ لاس واخلي او په خبره یې دا کنفرانس ایاېسای جوړوي او ایاېسای نه غواړي چې يو خپلواک او متحد افغانستان شتون ولري.
نوموړي همدا راز زياته کړې، «ایا پوهېږئ چې د دې کنفرانس لګښت څوک ورکوي؟ ایا تاسو ته د دوی اصلي هدفونه واضح دي؟ دا کنفرانس، چې اوسني شکل کې جوړ شوی، د وطنپالو افغانانو لپاره مناسب ځای نه دی.»
خليلزاد ويلي، چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه اراده نه لري او په وينا یې که هر څوک د افغانستان پر خلاف جوړو شويو کنفرانسونو او غونډو ته ورځي نو په خپل تندي د ایاېسای ټاپه لګوي.
ياده دې وي، چې پاکستاني استخباراتي ادارو هڅې پيل کړې، چې د روانې مياشتې په پای کې د افغان حکومت د مخالفو څهرو او پخوانيو سياسيونو يوه ډله دغه هېواد ته وغواړي او يو کنفرانس دایر کړي.
د پاکستان يادې هڅې ته په کور دننه او نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه ښودل شوي او دا چاره یې په ښکاره د افغانستان د مخالفينو ملاتړ او په چارو کې لاسوهنه بللې ده.