محمد فیصل

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له تحول وروسته ډیرو هیوادونو له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او خپل دیپلوماتان او عمله یې له کابله وویستل.

په دغو هیوادونو کې یو هم هند و چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره یې له افغانستان سره هر ډول اړیکې پرې کړې.

خو د افغان حکومت د اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ له امله ورو ورو د هند په ګډون ځینو هیوادونو دا درک کړه چې د نوي واک ته رسیدلي افغان حکومت سره له تعامل پرته بله لاره نشته.

هند چې د اسلامي امارت د تیرې واکمنۍ پر مهال یې له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې نه وې او د شمال ټلوالې ملاتړ یې کاوه، دا ځل یې د حقایقو په درک سره برعکس پالیسي غوره کړې ده.

هند په ۲۰۲۲ کال کې کابل کې خپل سفارت بیا فعال کړ او د بشري مرستو د همغږۍ له پاره یې یوه تخنیکي ډله په کې میشت کړه.

تیره اوونۍ یو هندي پلاوی هرات کې د سلما ډیم لیدلو ته هم تللی وو.دغه راز، څو ورځې وړاندې د افغانستان، ایران او پاکستان له پاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جی پي سنګ کابل ته راغلی و او د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې ولیدل.

دا واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته د سنګ څلورم سفر و.هند د اسلامي امارت په دغه دویم حاکمیت کې، د تیر برعکس، له افغان حکومت سره د بشري مرستو، تخنیکي همکارۍ، سیاسي راشه درشې او سیاسي تعامل او د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد د نه استعمال له پاره یو نتیجې ته رسیدلو له پاره خپل چینلونه فعال ساتلي دي

اوس مهال د هند واضحه پالیسي دا ده چې د افغان حکومت له سیاسي او وسله والو مخالفینو سره یې اړیکې پرې دي او له افغان حکومت سره د تعامل او اړیکو رغیدو او اندیښنو کمیدو پالیسي یې غوره کړې ده.دا د افغان حکومت او افغان ولس له پاره هم ګټوره ده چې هند سره اړیکې فعالې وساتي.

افغانستان او هند لرغونې تاریخي-فرهنګي اړیکې لري او تیر ته په کتو هند تل له کابل سره ښې اړیکې ساتلي دي.

تمه شته چې د اړیکو لا ښه کیدو سره به په هند کې د افغان سفارت او کونسلګریو واک اوسنی افغان حکومت ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version