لیکوال: فهیم نادري

په دې ورځو کې له هغو جنجالي موضوعاتو څخه چې لا هم د افغانستان د سرپرست حکومت د پلویانو او مخالفانو په رسنیو کې تودې خبرې پرې کېږي، د افغانستان په اړه د پوښتنې په وړاندې د ټرمپ چوپتیا او ځان غولونه ده. ډېری ټلویزیوني شبکو او مجازي رسنیو دا موضوع منعکس کړې ده.

په دې وروستیو کې رسنیزې فعالې او افغان خبریالې نذیره کریمي چې له هېواد بهر ده، په سپینه ماڼۍ کې د هغه خبریالانو په ډله کې حاضره وه چې له ډونالډ ټرمپ څخه یې په ټاکنو کې له بریا وروسته د هغه د پلانونو په اړه پوښتنې کولې؛ هغې له ټرمپ څخه د افغانستان په اړه څو پوښتنې وکړې.

کریمي مایکروفون په لاس کې ونیو او د امریکا له منتخب ولسمشر څخه یې داسې پوښتنې وکړې: «آیا تاسو په افغانستان کې د حالاتو د بدلولو لپاره کومه طرحه لرئ؟ آیا تاسو طالبان په رسمیت پېژنئ؟ د افغانستان په اړه ستاسو نظر څه دی؟ آیا تاسو د افغان ښځو د راتلونکي لپاره کوم پلان لرئ؟»

خو ټرمپ دا پوښتنې واورېدې، مګر ځان یې ناپوهۍ وحسابه او داسې ځواب یې ورکړ چې د کریمي او د افغانستان د سرپرست حکومت د مخالفانو د توقع خلاف و. هغوی هیله درلوده چې ټرمپ به د سرپرست حکومت په مقابل کې په کلکه ودرېږي، له پرځېدلي جمهوریت څخه به دفاع وکړي، د افغان ښځو په اړه به خبرې وکړي او د هغوی په زړونو کې چې څه تېرېږي هغه به ووايي.

خو ټرمپ په یوه ساده ځواب سره د مخالفانو ټولې هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. هغه افغانې خبریالې ته په ځواب کې وویل: «تاسو ښکلې لهجه لرئ، خو زه ستاسو په خبرو پوه نشوم» او له ځواب ورکولو څخه یې ډډه وکړه. په داسې حال کې چې نذیره کریمي وايي: «زه ډاډه یم چې هغه زما په خبرو پوهېده.»

ټرمپ ښه پوهېږي چې د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې توند او زورور غبرګون بې ګټې دی، ځکه چې دوی پخوا هم د زور لار ازمویلې ده او کومه نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې. دوی په خپل ټول نظامي ځواک سره پر افغانستان برید وکړ او حتی په افغانستان کې یې د دوی په لاس جوړ شوی واکمن حکومت هم له ځان سره ملګری کړی و، خو بریالي نه شول.

امریکا شل کاله افغانستان اشغال کړ، خو په پای کې پرته له کومې لاسته راوړنې او د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزاتو په پرېښودلو سره یې په ذلت سره افغانستان پرېښود. دا هغه څه دي چې د ټرمپ ژبه د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون څخه منع کوي.

ټرمپ په دې ښه پوهېږي چې په افغانستان کې د زور ویلو او ځورونې پایلې به څه وي. هغه پوهېږي، کسانو چې په ساده موټرسایکلونو سره یې د نړۍ زبرځواک د خپلو ټولو عصري تجهیزاتو سره مات کړ، اوس چې دوی ټول هېواد او ټولو هغه تجهیزاتو ته لاسرسی لري، څه به کوي!؟

ټرمپ پوهېږي چې د افغانستان واکمنان پخوا د طالبانو ډله وه، خو اوس د افغانستان حکومت په لاس کې لري او پر دې سربېره یې ملت هم له ځان سره ملګری کړی. له همدې امله، د افغان خبریالې پوښتنې ته په ځواب کې د سرپرست حکومت په وړاندې له ښکاره او توند غبرګون څخه ډډه کوي.

افغانستان اوس په نړۍ کې د لوی نظامي ځواکو درلودونکی دی، هم د هغه تسلیحاتو له کبله چې له نسکور شوي حکومت او د هغه له بهرنیو ملاتړو څخه پاتې دي او هم په بېلابېلو برخو کې د هغه د پراختیا له کبله؛ دا ټول ښايي د ټرمپ په چوپتیا او ځان‌غولونه کې رول ولري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version