د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د فراه ولایت د بخش‌اباد بند د دغه وزارت یوه لویه پروژه ده چې د ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او ۲۷ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د یاد بند د لومړي فاز رغنیزې چارې شاوخوا ۶۰ سلنه مخته تللې دي.

همدا راز تر دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت ویلي وو چې د بخش اباد بند د جوړولو لپاره ۴۳۰ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا ده او د پوره کولو لپاره یې د خلکو مالي همکاري اړينه ده.

هاخوا بيا د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د افغانستان د انرژۍ اړتیاوو ته په پام سره، د برېښنا د تولید د بندونو په برخه کې د خصوصي سکټور پر ډېرې پانګونې ټینګار کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version