د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ يا « سنټکام » وايي د داعش یو مشر او د دې ډلې یو بل غړی په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.

د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» زیاتوي، چې دا برید د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې وشو او د داعش مشر ابو یوسف او د دې ډلې یو بل غړی پکې ووژل شول.

د سنتکام په وینا، دا برید په هغه سیمه کې شوی چې مخکې د سوریې د رژیم او روسیې تر کنټرول لاندې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version