‏د افغاني سرې میاشتې رئیس، شیخ‌ شهاب‌الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر حسام فیصل سره د ګډو بشري فعالیتونو په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.

افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې دې غونډه کې دواړو لوریو اړمنو او بېرته راستنېدونکو ته د مرستو په رسولو او د خلکو له اړتیاوو سره سم د مرستو په برابرولو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو دغه راز په بشري برخه کې د همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټينګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version