
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، د مشرتابه په حکم د هېواد په قضايي سيسټم کې په لوړه او ټيټه کچه يو لړ ټاکنې ترسره شوې دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره د سترې محکمې مخکنی قضائي معاون او د جنوب لويدیځ زون د تمیز عالي ریاست رئیس شیخ سردار محمد ابو الفیضان؛ د سترې محکمې د نظامي معاون په توګه او د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست مخکنی رئیس شیخ نور ﷲ منیر؛ د سترې محکمې د قضائي معاون په توګه ټاکل شوي.
په تازه ټاکنو کې دغه راز د پوهنې وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو مخکنی معین شیخ سخاء ﷲ سعید؛ د سترې محکمې د اداري او مالي معاون په توګه او د سترې محکمې مخکنی اداري او مالي معاون شیخ عبد المالک حقاني؛ د پوهنې وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو معین په توګه ټاکل شوي دي.
پر دې سربېره د سترې محکمې مخکنی نظامي معاون شیخ خیر جان خیرخواه؛ د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست د رئیس په توګه او د جنوب لویدیځ زون تمیز ریاست د جزاء دیوان مخکنی رئیس مولوي شراف الدین یاسیني؛ د همدې زون تمیز د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.