د روسیې امنیت شورا مرستیال سکرتر الکساندر غریبینکین ویلي، چې د افغان حکومت د مشرتابه لخوا د کوکنارو کښت او تولید بندیز فرمان له امله افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه بې ساري ډول راټيټه شوې.

نوموړي ويلي، د ياد فرمان په پلي کېدو سره روسیې ته د نشه يي توکو د قاچاق خطرونه د پام وړ کم شوي دي.

تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو او اړونده نړیوالو بنسټونو هم افغانستان کې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز يو بې ساری پرمختګ بللی.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال په پيل کې د ملګرو ملتونو یو پلاوي هم افغانستان ته سفر کړی و او د نشه‌يي توکو پر ضد یې د ترسره شویو هڅو ستاینه کړې وه.

په همدې حال کې راپورونه ښيي، چې پاکستان دا مهال د نړۍ په کچه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر يوه مهم مرکز بدل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version