Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی
    افغانستان

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    عمران آغاعمران آغا2 سپتمبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان حکومت مشرتابه د کندهار ولایت مقام کې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د دیني مدرسو د علماوو او مهتممینو په یو ورځني سیمینار کې ټینګار کړی، چې د علماوو مسوولیت یوازې د دیني علومو په تدریس نه، بلکې د ټولنې په اصلاح، د خلکو د اخلاقو په روزنه او د راتلونکي نسل په جوړولو کې هم دی.

    مشرتابه ویلي، چې علم د انسان د ژوند او پرمختګ بنسټ دی او انبیاء علیهم‌السلام د دې لپاره رالېږل شوي، چې خلک د الله تعالی له پېژندنې، عبادت او د دین له اصولو سره بلد کړي.

    نوموړي د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم د دعوت او تعلیم د اغېزو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلام د تعلیماتو په خپرېدو سره په ټولنه کې له ناپوهۍ، فساد او جاهلي دودونو سره مبارزه وشوه.

    هغه علماوو ته سپارښتنه کړې، چې خپل علم له خلکو پټ نه کړي، د ټولنې د اصلاح لپاره هڅې وکړي او د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې خپل شرعي مسوولیت ادا کړي.

    مشرتابه زیاته کړې، چې د مدرسو زده‌کوونکي د راتلونکي نسل مسوولین دي او علماء باید د هغوی علمي، فکري او اخلاقي روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

    نوموړي د مدرسو له علماوو غوښتي، چې د زده‌کوونکو د درس، کتاب او مطالعې علاقه زیاته، د هغوی د روزنې کیفیت لوړ، د شرعي فرمانونو په اړه لازم وضاحتونه ورکړي او فقهي مجالس پیاوړي کړي.

    د سیمینار په پای کې ګډونوالو له مشرتابه سره د خپل بیعت د تجدید ترڅنګ د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د هڅو ژمنه کړې ده.

    مخکینۍ مقالهپه کابل کې د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه
    راتلونکي مقاله د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    مربوطه لیکنې

    په کابل کې د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    2 سپتمبر 2026

    د هېواد امنيتي ځواکونو تېر کال زرګونه میله وسلې او مهمات نیولي

    2 سپتمبر 2026

    د هېواد د دولتي روغتونونو د ډيجيټلي کولو په موخه ناسته شوې

    2 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 2 سپتمبر 2026

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د ژمي او باراني موسم په رانږدې کېدو…

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026

    په کابل کې د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026

    په کابل کې د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.