Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغان حکومت مشرتابه ویلي، مسوولین دې د خپلو سیمو د امنیت په اړه غفلت نه کوي
    افغانستان

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، مسوولین دې د خپلو سیمو د امنیت په اړه غفلت نه کوي

    عمران آغاعمران آغا17 سپتمبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت مرستیال ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې مشرتابه له امنیتي او ملکي مسوولینو غوښتي چې د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې له هر ډول غفلت څخه ډډه وکړي او د مسوولیتونو په ترسره کولو کې شپه او ورځ هڅې وکړي.

    ښاغلي فطرت لیکلي، چې مشرتابه د کندهار ولایت د ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د امنیتي حوزو آمرینو، د حوزو او ولسوالیو د استخباراتو مدیرانو او د لویو لارو له مسوولینو سره په یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.

    مشرتابه مسوولینو ته په خطاب کې ویلي، چې شپه او ورځ دې خپلو مسوولیتونو ته متوجه وي، ځکه د دوی یوه ذره غفلت د دښمن د کامیابۍ او د دوی د ناکامۍ لامل ګرځېدای شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې مسوولین د خپلو سیمو چوکیداران دي او که د دوی په ساحه کې ناامني رامنځته شي، په دنیا او آخرت کې به مسوول وي.

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، چې مسوولین دې د قوم، ژبې، قرابت او انډیوالۍ پر بنسټ کسانو ته مسوولیتونه نه سپاري، بلکې هغه کسان دې مسوولیتونو ته وټاکي چې اهلیت ولري. همدارنګه یې سپارښتنه کړې، چې مجاهدینو ته دې دیني پوهاوی ورکړل شي، د عبث کارونو پر ځای دې درسونو او مطالعې ته وهڅول شي او مجرمینو ته دې د محکمې له حکم پرته تعزیر نه ورکول کېږي.

    مشرتابه مسوولینو ته د قدرت او منصب له حرص، کبر او لويۍ څخه د ډډې کولو، خلکو ته د فرمانونو د ښه تشریح، د اطاعت اصل ته د پوره پاملرنې، له یو بل سره د همغږۍ او همکارۍ، عاجزۍ او تقوا سپارښتنه کړې او ویلې یې دي، چې له بیت‌المال سره دې خیانت او اسراف نه کوي.

    نوموړي همدارنګه ویلي، چې د سیمینار مهمې خبرې او سپارښتنې دې مسوولین تر مجاهدینو او خلکو پورې ورسوي. دغه راز یې زیاته کړې، چې نن په ټول افغانستان کې امنیت دی او ټول افغانان په دې امنیت خوښ دي.

    مخکینۍ مقالهسعودي عربستان يو پاکستانی وګړی اعدام کړی
    راتلونکي مقاله ۱۰۰ ثانیې خبر

    مربوطه لیکنې

    د شمال لوېدیځ زون د همغږۍ غونډه کې پر امنیت، اداري اصلاحاتو او کاري فرصتونو خبرې شوي

    9 اکتوبر 2026

    د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې شوي

    9 اکتوبر 2026

    دفاع وزارت: ۱۸۴ ځوان منسوبین د درې‌ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو فارغ شول

    8 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 9 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/١٧ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون د سوداګرۍ او پرمختګ په برخه کې مثبت ګام دی

    9 اکتوبر 2026

    د شمال لوېدیځ زون د همغږۍ غونډه کې پر امنیت، اداري اصلاحاتو او کاري فرصتونو خبرې شوي

    9 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    9 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون د سوداګرۍ او پرمختګ په برخه کې مثبت ګام دی

    9 اکتوبر 2026

    د شمال لوېدیځ زون د همغږۍ غونډه کې پر امنیت، اداري اصلاحاتو او کاري فرصتونو خبرې شوي

    9 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.