د سعودي کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې هېواد سترې محکمې د “سلیمان امجد حسین” په نوم یو پاکستانی وګړی اعدام کړی.
د معلوماتو له مخې سليمان امجد د ترهګریز فکر تر اغېز لاندې د یوه بهرني وګړي په وژلو او یو لړ جرمونو کې د ښکېلتیا په تور مجرم پېژندل شوی و.
سعودي عربستان د هغو عربي هېوادونو له ډلې دی، چې ګڼ شمېر پاکستاني وګړي یې د کار او استوګنې لپاره انتخابوي او په دې هېواد کې د بهرنيو وګړو له لوري په ترسره کېدونکو جرمونو کې تر ټولو ډېر لاس هم د پاکستاني وګړو دی.


