لیکوال: عبدالله عابد
په دې وروستیو کې د امرالله صالح اړوند «زرغون بهیر» ادعا کړې، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو باوجود د افغان ولس له قحطۍ سره نه مخ کېدل، د کابل د تېر رژیم د «صادقانه او بنسټیز کار(!)» پایله ده؛ ولسونه تر ټولو زیات د جمهوري رژیم د صادقانه او بنسټیزو هڅو پوروړي دي. خو په همدې پراګراف کې بیا دا هم وایي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو تر ټولو ډېر زیان ناتوانه، کلیوالي او ښاري خلکو پرې کوي.
په دې پراګراف کې څرګند تضاد موجود دی، په لومړي سر کې وایي، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو د بندېدو باوجود افغان ولس د قحطۍ له ګواښ څخه خوندي دی او دا د تېر رژیم د هڅو پایله ده، خو سمدستي بیا وایي، چې همدا بندېدل ناتوانه، کلیوالو او ښاري خلکو ته زیان رسوي. دا دوه خبرې په مستقیم ټکر کې دي، ځکه که ولس خوندي وي، نو زیانمنېدل یې څنګه ممکن دي!؟ له دې تضاد څخه معلومېږي، چې دغه تبلیغاتي ادرس یوازې خپله عُقده سړوي، له مسایلو سره ناسم چلند کوي او په عین وخت کې له حقایقو تېښته کوي.
په یو بل پراګراف کې وایي، چې د افغانستان کلیوال خلک د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره بدیل بازار نه لري او پاکستان د افغانستان د موسمي مېوو او سبزیجاتو تر ټولو لوی بازار و. چې افغانان بل بدیل بازار نه لري او زرغون بهیر خلک دې ته رابولي چې ځانونه د جمهوریت د هڅو پوروړي وبولي، نو دا څنګه منطق دی؟ دلته داسې څوک د سیاسي جریان ادعا لري، چې د خپلو خبرو په منطقي تسلسل لا نه پوهېږي او د ولس پر وړاندې داسې یو عارفانه تجاهل اختیاروي، چې ګواکې ولس د جمهوریت له نادودو بیخې ناخبره دی. د شل کلن اشغال او د هغه تر سیوري لاندې جوړې شوې ادارې (پرځېدلي جمهوریت) پر مهال، د پاکستان پر وړاندې داسې غوڅ او پرېکنده دریځ، له ولسمشره نیولې تر اجیره، هیچا نه شوای نیولای.
خو اوس افغانان عملاً یو امر تجربه کوي. په دغه پرېکون کې د ولس اراده موجوده ده، بازارونه، راکړه ورکړه او د ژوند ټولې چارې په عادي ډول مخته ځي. افغان ولس د پرځېدلي جمهوریت د واکمنۍ شاهد دی، چې کله به د تورخم دروازه وتړل شوه، د ژوند اساسي ضرورتونه به هیچا نه شوای پوره کولای، حتی لاریونونه به شروع شول، د رژیم په ضد به شعارونه ورکول کېدل او د دروازې د خلاصون غوښتنه به یې کوله، مګر اوس د ولس هر وګړی د پاکستان پر وړاندې دغه ډول سیاست ستايي او هرکلی یې کوي.
برعکس د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د دروازو د خلاصون غوښتنه د پاکستان ولس کوي او حکومت یې هم ډول ډول مستقیم او غیر مستقیم کوښښونه کوي، ترڅو داسې دلایل یا لارې رامنځته شي، چې په توسط یې د افغانستان حکومت ته په بیرته خلاصون قناعت ورکړي.
پاکستان ته د زیانونو کچه په بې ساري ډول اوج ته رسېدلې ده، مېوې او سبزیجات یې سیندونو ته وغورځول، د ځمکو له حاصلاتو څخه یې د ګټې پر ځای د زیان راپورونه ورکول کېږي. بل خوا بیا افغانانو د افغانستان د اوسني حکومت په هڅو بدیلې لارې او بازارونه پیدا کړل، اوس د صادراتو او وارداتو اړوند هېڅ ستونزه نه لري، له پاکستان پرته نورې ټولې لارې پرانیستې دي او د ولسونو ستونزې پرې حل شوې دي.
د کراچۍ بندر په مسئله کې پاکستان کوښښ کوي، د افغاني سوداګرو له لارې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي، تر څو وښیي چې دا د افغان حکومت کار دی، چې ستاسو سوداګریز اموال بند پاتې دي او کوښښ کوي چې له دې لارې د پاکستان ادارې له ملامتیا او پړ کېدو پرته خلاصې شي. امرالله صالح د پاکستان د برخې فکري جګړه مخته وړي. د ده په نظر کې د پاکستاني رژیم د سیاست انعکاس موجود دی.
د کراچۍ بندر تر هر څه مخکې یوه اقتصادي او تخنیکي موضوع ده. د ولس ذهن باید د عقدو، سیاسي ناکامیو او یو اړخیزو تحلیلونو قرباني نه شي. سالم تحلیل هغه دی، چې واقعیتونه جلا، علتونه دقیق او پایلې بې طرفه وڅېړي، نه دا چې شخصي دریځونه د ولسي درد په نوم وړاندې شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


