د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې، چې نن ترسره شوه د مالیې وزارت له لوري د عایداتي فرصتونو راپور وړاندې او تائيد شو.

سرچينه وايي، د دې راپور له مخې، مالیې وزارت ۱۷ هغه عایداتي منابع په ګوته کړې چې په بیا ځلې فعالېدو او سم مدیریت سره یې په کلني ډول د حکومت خزانې ته په لسګونو میلیارده افغانۍ عواید جمع کېدلی شي.

د اقتصادي کميسيون غونډه کې همداراز د ښاري منظور شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغو کې د شته نمرو د ویش په اړه د جوړ شوي طرزالعمل راپور هم وړاندې شوی، چې تر توشیح وروسته به تطبیق شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version