القاعدې غورځنګ د يوه انفوګرافيک په خپرولو سره ویلي، چې په افريقا کې د دې غورځنګ اړوند «نصرة الاسلام والمسلمین» څانګې تېره جمادي الاولی میاشت په بېلابېلو هېوادونو کې ۶ کمینونه، ۶۲ بریدونه او ۲۷ چاودنې ترسره کړې دي.
د معلوماتو له مخې په دې بريدونو کې ۱۳۹ تنه وژل شوي دي.
دغهراز د القاعدې غورځنګ جنګياليو ۷ موټر، ۱۰۲ موټرسایکلونه، ۱۷ ال ار پيجي، ۱۸۱ بېلابېلې وسلې غنیمت کړي او ۳۲ موټر یې هم تخریب کړي دي.
د القاعدې غورځنګ دا څانګه په افريقا په تېره بیا ختيځه برخه کې فعاليت لري، چې په وروستيو کې یې ګڼ شمېر بريدونه ترسره کړي دي.
