د الجزیرې د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د ولسمشر فرانک والټر اشتاین‌مایر سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې د ایران جګړه کولای شي اروپا کمزورې کړي.

په دې ټلیفوني خبرو کې اردوغان ویلي، د ایران پر وړاندې جګړه نه یوازې سیمه‌ییزې اغېزې لري، بلکې اروپا ته هم رسېږي او وضعیت نور هم خرابولی شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اردوغان ټینګار کړی چې جګړه په سیمه کې پیل شوې او د اروپا د کمزورۍ سبب هم ګرځي او که دا بحران د سولې له لارې مدیریت نه شي، نو د جګړې زیانونه به ډېر زیات وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version