په مغرب اسلامي کې د القاعده غورځنګ “نصرة الاسلام والمسلمین” څانګې، د بورکینافاسو په فادانغورما ولایت کې پر حکومتي ملېشو دوه بریدونه کړي.

القاعدې غورځنګ ته نږدې «از زللاقه» رسنۍ ویلي، چې په دې برید کې ۸ تنه وژل شوي او دغه راز د یاد غورځنګ پوځي څانګې، شپږ میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا، یو میل راکټ او یو شمېر نور مهمات هم ترلاسه کړې دي.

سرچینې، په دغو بریدونو کې د القاعدې پوځي څانګې ته د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version