فايننشيل ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې فرانسې، جرمني او بريتانيا هېوادونو ملګرو ملتونو ته ويلي، که ايران د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړيوالې ټولنې سره خبرې بېرته پيل نه کړي؛ نو دوی چمتو دي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.
سرچينه وايي د E3 ډلې هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په يوه ليک کې ملګرو ملتونو ته ليکلي، چې که ايران د اټومي پروګرام په اړه سمدستي خبرې پیل نه کړي نو دوی به په سمدستي بنديزونو غور وکړي.
دغو وزيرانو په خپل ليک کې چې د فاينانشیل ټايمز لخوا خپور شوی، ليکلي:«موږ دا روښانه کړې، چې که ايران د ۲۰۲۵ کال د اګست تر پايه د يوې ډيپلوماتيکې حل لارې لپاره تيار نه وي، نو E3 د بنديزونو د بيا لګولو ميکانيزم فعالولو ته چمتو دي.»