مغرب کې د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” د بورکینیا فاسو کې پر پوځ ۲ جلا جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه وژل شوي دي.

القاعدې ته نږدې، اذذلاقه رسنۍ راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د القاعدې پوځي څانګې پنځه پوځي موټر، درې ده‌شکې، پنځه پيکاوې، دوه ار پي جي، نهه میله کلاشنکوفونه، درې موټرسایکلونه او ګڼ شمېر نور پوځي تجهیزات هم غنیمت کړي دي.

هېره دې نه وي، چې جماعة نصرة الاسلام والمسلین تر دې څو ورځې وړاندې د یاد هېواد فادانګورما ایالت کې هم پر حکومتي ځواکونو مرګوني بریدونه ترسره کړي وو..

ځواب پریږدئ

Exit mobile version