راپورونه وایي، د متحده عربي اماراتو له ملاتړه برخمنو ملېشو د یمن په ختیځ حضرموت ولایت کې له یو شمېر سیمو شاتګ کړی دی.
د حضرموت قبایلي ائتلاف ته نږدې سرچینو ویلي، دغه ځواکونه په «غَیل بن یُمین» او «غَیل بن وزیر» ولسوالیو کې له څو پوځي مرکزونو وتلي دي.
سرچینو له دغو سیمو د امارات پلوه ملېشو د شاتګ د اصلي لامل په اړه څه نهدي ویلي؛ خو سعودي عربستان په دې وروستیو کې پر دغو ملېشو بریدونه زیات کړي.
