‏په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین افغانستان لپاره د فرانسې د سفارت له شارژدافیر فابریس سیباستین سره کتلي.

قطر کې افغان سفارت لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او فرانسې پر اړیکو، اوسني سیاسي وضعیت، د راستنو شویو کډوالو پر اړتیاوو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو همداراز د فرانسې پر بشري مرستو او په هغه هېواد کې افغانانو لپاره پر قونسلي خدمات هم خبرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version