د افغان حکومت د مخالفینو په وروستۍ آنلاین غونډه کې د مخالفو ډلو د ځینو تش په نوم مشرانو تازه څرګندونې د پوچو ادعاوو د تکرار له دوام پرته بل څه نه دي. دا ادعا چې ګواکې حالات له کنټرول وتلي دي، یا مخالفین پر افغان حکومت غالب شوي دي، له هغو میداني واقعیتونو سره بالکل سمون نه لري، چې ولس یې هره ورځ له نږدې مشاهده کوي. دا څنګه پر حالاتو واکمن کېدل دي، چې کلیدي قوماندانان، لکه حسیب قوای مرکز، شمس خرابات او بابه یې په پرله پسې ډول له منځه لاړل او پاتې پټ شریر ملګري یې یا ووژل شول او یا ژوندي ونیول شول؟ نن ټول هېواد د یوه واحد او فعال مرکزي حکومت تر چتر لاندې اداره کېږي، خو مخالفین بیا یوازې د تشو شعارونو او په بهر کې د آنلاین ناستو له لارې ادعا کوي، چې ننګونې یې رامنځته کړې دي.
پر جنګ او ناامنۍ د بیا تکیې لیدلوری چې مخالفینو خپل کړی دی، په بشپړ ډول ناکام دی. خپله عام افغانان تر بل هر چا زیات د امنیت په قدر پوه شوي دي او نور نیابتي جګړو ته زړه نه ښه کوي. مخالفین فکر کوي، چې پر جګړه ټینګار او د امنیت ننګول به په خلکو کې وېره خپره کړي او یا به افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسي، خو عیني واقعیتونو ته په کتو، پر جګړه د دوی ټینګار له تبليغاتي موخو پرته بل څه نه شي تعبیرېدای. همدا مخالفین، هغه مهال چې په واک کې وو، لا یې هم د هېواد ستونزې په منطقي تعامل او د خبرو له لارې نه حلولې، بلکې همېشه یې تر ثبات بې ثباتۍ ته زمینه برابرول او څومره چې ګډوډي جوړېده، دوی ورته خوشحال وو.
تر ټولو جالبه لا دا چې مخالفین تر افغان حکومت وروسته راتلونکې لپاره پر پلان جوړونه ټینګار کوي، حال دا چې خپله د دوی په منځ کې ژور اختلافات او درزونه شته او هره ورځ لا ډېرېږي. مخالفین حتی په همدې وروستۍ آنلاین غونډه کې هم ونه توانېدل، چې یو بل ومني او ټول مخالفین را یو ځای کړي. د مخالفینو له منځه آن ډېری مخکښان حاضر نه شول، چې دې آنلاین ناستې ته ورشي. دغسې مخالفین چې آن په یوه ساده آنلاین غونډه کې د ګډون لپاره لا هم تفاهم نه سره رسېږي، نو څنګه به د یوه څلوېښت میلیوني ولس او خپلواک هېواد لپاره د راتلونکې پلان جوړ کړي؟
د دې نیابتي ډلو مشران پخپله، په بهر کې آرام او هوسا ژوند کوي، یوازې په څو میاشتو کې دومره ځان په زحمت کوي، چې په آنلاین ناسته کې لافې ووهي، خو دلته بیا د خلکو اولادونه د خپلو شخصي ګټو او امتیازاتو لپاره د مرګ خولې ته ورکوي؛ حسیب، خرابات او بابه یې د نږدې وخت مثالونه دي. د دوی د کړنو او شعارونو ترمنځ تضاد د دې باعث شوی، چې ولس او حتی د دوی په ډلو کې دننه غړي په دې اړه پوښتنې راپورته کړي او د هغوی پر ټولو شعارونو بې باوره شي.
مخالفین په هېواد کې د ثبات غوښتونکي نه دي، له همدې امله خو پر جګړه تأکید کوي او فکر کوي، چې ثبات، امن او ارام ژوند ته ستنېدل د دوی په خیر نه دي؛ له همدې ځایه د دوی متحجر فکر وارزوئ. مخالفین دې لومړی خپلې همدې ناستې ته وګوري، چې پاتې نورو څنګه ترې مخ اړولی او له دوی سره د توافق روحیه نه لري، نو د دوی راتلونکي پلانونه به څنګه ومني؟ څنګه به مرسته ورسره وکړي چې شعارونه یې شعارونه پاتې نه شي؟ مخالفین دې حداقل د تېرو پنځو کلونو ناستو ته کتنه وکړي، هره ناسته یې په خیالي شعارونو پیل او په دروغجنو ادعاوو پای ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې په عملي ډګر کې هیڅ دي.


