د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا وړمه ورځ د روسیې تاتارستان جمهوریت ته په رسمي سفر تللی.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن (سه‌شنبه، د وږي ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پلاوي په ترکیب کې د کانونو او پېټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم شامل دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی بدري به د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه جوړېدونکي دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون تر څنګ به د «Oil, Gas and Chemistry» تر عنوان لاندې نندارتون څخه لیدنه هم ترسره کړي.

ټاکل شوې چې یاد پلاوی به په دې سفر کې د تاتارستاني چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه بحثونه ولري او له پراختیایي پروژو به لیدنې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version