د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خیبر ویلي، په زابل کې د فرشتې په نوم د هغې انجلي پلار او مشر ورور محکمې ته سپارل شوي، چې د جبري نکاح له امله یې ځان وژنه کړې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې جبري نکاح شرعي جواز نه‌لري او په دې اړه د افغان حکومت د مشرتابه فرمان واضح دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې هره نجلۍ کولای شي، دغه ډول ستونزې له سیمه‌ییزو محتسبینو سره شریکې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version