بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې جنګېدونکو دوه ډلو (بي‌اېل‌اې او بي‌اېل‌اېف) په جلا جلا اعلامیو کې د ۱۵ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

«بي‌اېل‌اې» ویلي، چې وسله والو یې، د بلوچستان قلات او خضدار ولسوالیو کې پر پوځ ۵ جلا جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د بلوڅو ‌بلې وسله‌والې ډلې «بي‌اېل‌اېف» بیا، د بلوچستان واشک ولسوالۍ کې پر پاکستاني عسکرو برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۴ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت تر دې مهاله د بلوڅ ازادي غوښتونکو دې تازه ادعاوو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو له بلوچستانه ځایي سرچینې وایي، هلته پر پاکستاني پوځیانو ورته بریدونه معمول ګرځېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version