د نیمروز ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي امارات مشرتابه د حکم پر بنسټ د اړوندو ادارو له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د نیمروز ولایت مقام د دغه ولایت غورغوري سیمې ته ولېږدول شي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ښار چاپېریال د پاکو اوبو کمښت او د هوا ککړتیا له جدي ننګونو، د صنعتي فابریکو زیان رسوونکې اغېزې او د ښاري پلان له اصولو له سرغړونې سره مخ دی، چې دا ټول عوامل نه یوازې د ښار د اوسېدونکو د ژوند کیفیت ته زیان رسولی، بلکې له نړیوالو چاپېریالي معیارونو سره هم په ټکر کې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې غورغوري یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې د اقتصادي ودې لپاره مناسب امکانات، د ټرانسپورتي او سوداګریز پرمختګ ظرفیتونه، نسبي چاپېریالي پاکوالی او د راتلونکو ستراتیژیکو پروژو د تطبیق وړتیا لري.
ویل شوي، چې د ولایت مقام لېږد تدریجي بهیر دی، چې د ټاکل شوي پلان پر بنسټ به عملي کېږي.