شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو یې د لوګر ولایت په خوښي ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکړې مخه نیولې ده.د یاد وزارت په وینا، دغه نجلۍ د قضیې د خلاصون په موخه د مقتول کورنۍ ته ورکول کېده.محتسبینو دواړو اړخونو ته خبرداری ورکړی، که په راتلونکي کې داسې ناوړه کړنې تکرار شي، نو د ا.ا له خوا به پرې سخت شرعي او عدلي اقدامات پلي شي.د یادلو ده، چې محتسبینو د یادې دښمنۍ د حل په موخه یوه کميټه ټاکلې چې موضوع د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او فصل کړي.
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تر ۳۵۰ زیات پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي3 مارچ 2026
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني رژیم ۱۳ پوستې تخریب، څلور عسکر یې هلاک او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي3 مارچ 2026