وال سټریټ ژورنال په يوه تحليلي راپور کې ويلي، چې د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې د ایران جګړې له امله سختې خرابې شوې دي.
د يادې رسنۍ په راپور کې راغلي، ناټو چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لویدیځ د امنیت بنسټ و، اوس له جدي ازموینې سره مخ دی او ټرمپ پر اروپايي متحدینو نیوکه کړې چې د ایران پر ضد جګړه کې یې برخه نه ده اخيستې او حتی د ناټو پرېښودو احتمال یې هم مطرح کړی دی.
له بل لوري بيا اروپايي هېوادونه دا جګړه غیرقانوني او ناسم اقدام بولي او وایي، چې د دغې جګړې په اړه ورسره هېڅ مشوره نه وه شوې.
پر دې سربېره د تېرکال سیاسي او اقتصادي شخړو (لکه د تعرفو لوړول، د اوکراین ملاتړ کمول او د ګرینلنډ موضوع) له امله هم اروپا د امریکا له ملاتړ څخه په شا شوې او ټینګار کوي چې ناټو یوازې د ګډې دفاع تړون دی، نه دا چې د امریکا هرې جګړې ته دې ورسره ولاړ شي.
اروپا همدا راز، د هرمز تنګي د خلاصون لپاره هم د امریکا غوښتنه رد کړې، چې دې کار د واشنګټن ناراحتي نوره هم زیاته کړې ده.
د شنونکو په باور اصلي اندېښنه دا ده، چې که دا اختلاف دوام وکړي، نو ناټو به کمزورې یا حتی عملاً بې اغېزې شي.
