بلومبرګ راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسرائیل، کویټ، قطر او متحده عربي اماراتو ته د شاوخوا ۹ ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو د بېړني لېږد (انتقال) منظوري ورکړې.

سرچينې ويلي، نوموړي د کانګرس له عادي ارزونې څخه په تېرېدو سره، دا ګام پورته کړی ترڅو منځني ختیځ ته د هوايي دفاع توغندي او د لیزري لارښوونې سیسټمونه په چټکۍ سره ولېږدوي.

ياده دې وي، چې د ايران او امريکا ترمنځ د وروستۍ جګړې پر مهال منځني ختيځ کې د امريکا د وسلو په تېره هوايي دفاع زېرمې‌ په بې سارې ډول خالي شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version