د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې امریکايي چارواکي چې په هغوی کې د «سي‌آی‌اې» مشر ویلیم برنز هم شامل دی، نن پنجشنبه مصر او اسرائیل ته سفر کوي.

راپور زياتوي چې د امریکا په دغه پلاوي کې، د داعش په وړاندې د مقابلې لپاره په نړیوال ائتلاف کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی استازی برت مکګورک او د نړیوالې زېربنا او انرژۍ د خوندیتوب لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی همغږي کوونکي اموس هوخشټاین هم برخه لري.

راپور زياتوي چې دوی به د سیمې په کړکېچ کې د ایران پر دخالت، د لبنان پر موضوع او په غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر مسئله خبرې وکړي.

په ورته وخت د ایران‬⁩ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي او د ⁧‫مصر‬⁩ د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعطي د چهارشنبې په شپه ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د ترینګلیو حالاتو په اړه خبرې کړي او تر څنګ یې په ⁧‫لبنان‬⁩ او غزه کې د اوربند ټینګولو لپاره د نړیوالې ټولنې د بیړنیو هلو ځلو پر اړتیا ټینګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version