د اسلامي امارت د وياند مرستيال مولوي حمد الله فطرت وايي د ریاست الوزراء د مقام له لوري، څو ورځې وړاندې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د پلټنو په موخه د کورنيو دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست له استازو څخه د ټاکل شوي هیئت موندنې په ډاګه شوې.

ښاغلی فطرت وايي تر اوسه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال، او ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی.

همدارنګه ښاغلی فطرت زياتوي چې د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او هيئت په دې اړه کار کوي، وروستي جزئيات به د څيړنو له پای ته رسېدو وروسته به بیا خپاره شي.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ايران او پاکستان پر پوله پر افغان کډوالو ډزې شوې وې چې په پايله کې یې يو شمېر کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو؛ ځينو رسنيو او اشخاصو دې پېښې ته شايعاتي او تبليغاتي بڼه ورکړه او د سلګونه کډوالو د مرګ ژوبلې خبرونه یې نشر کړل خو وروسته څرګنده شوه چې د کډوالو د پراخې مرګ ژوبلې خبرونه له شايعاتو پرته بل څه نه وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version