د وای ‌نټ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي، چې له اسرائیل سره یې نږدې اړیکې لرلې.

د راپور له مخې، په دې کسانو کې یو اسرائیلي وګړی چې د ایران په برخه کې یې کار کاوه او همداراز د لبنان په چارو کې د امریکا استازی مورګن اورتګاس هم چې یهودي شوی، شامل دي.

راپور زياتوي، چې په اسرائیل کې باور دا دی چې د يادو چارواکو ګوښه کېده د دې لپاره شوي چې ټرمپ غواړي د بهرني سیاست واک خپل لاس کې راټول کړي.

همدا راز د دې اقدام لامل د غزې د جګړې او پر ایران د برید په اړه د نوموړي او نتنیاهو ترمنځ اختلافونه بلل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version